Da matal qesa na sal makhawrez na yaw atanez
Da matal qissa na sal makhawrez na yaw atanez
وئلے شي چې يو سړی به جواری کوله او ده علاقې پولیس ته به يې وخت په وخت خپله حصه رسوله ...
سه زمانه پس دي سړی جواری پرېخوده او توبه ئ اویسته
چې زه به بيا جواری نه کوم.. او پولیس ته ئ هم اطلاع اوکړه چې ما جواری پرېخودی ده
خو ده هغی باوجود به ده علاقې پولیس وخت په وخت په ده چهاپه لګوله
ده د کلي مشران هم تهاڼې ته بوتلل چې خپله صفائ پېش کړی او پولیس مې بیا نه تنګوي
خو ده د مسله نه حل کېده او بیا به هم د پولیس په عذاب کښې مبتلا ؤو
یو زل ئ داسې اوکړه چې د ځان سره د خپلې علاقې اسسټنټ کمشنر يو خاص اهلکار بوتلو او اے سي صېب ته ئ خپله مسله بیان کړه
چې صاحبه ٫٫ ډیر وخت اوشو چې ما جواری پرېخودی ده خو اوس مې هم پولیس تنګوي،،
بيا ئ ده اهلکار په ذریعه صېب ته سل نوټونه ده سلو سلو ورکړل
صېب زر ټیلی فون اوچت کړو او متعلقه تهاڼې ايس ایچ او صېب سره ئ خبری اوکړې چې
هلکه تاسو د فلاني کلی دا فلانےخان ولي تنګوي
ايس ايم او صېب ډیر په ادب سره اووېل چې
صېب دا خو ډېر غټ جوارګر دے
اے سي صېب اوويل
سوک وایی چی جوارګر دے .ده دوي د کلي پوره شل مشران راغلی دی ماسره په دفتر کې ناست دي او هغوي دا ګواهي ورکوي چه دے اوس جواری نه کوي او تاسو دے برناحقه تنګوئ
ده صېب د شل مشرانو اشاره هغه نوټونو ته وه
دا سړے چې واپس کور ته لاړ او بيا د پاره هغه پولیس بالکل نه تنګولو نو د په زړه کې اويل
چي ما سو زله ده کلی مشران تاڼے ته بوتلی ؤوخو په مشرانو او سفارش کار نه کېدو
نو بیا ئ د ځان سره د اويل چې هغه چا رښتيا ويلي دي چې
نه سل مخوریز نه یو اتانیز

Leave a Comment